19 په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.
ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،
نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.
د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيتشان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيلمحوله او يقمعام ښار پورې،
چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.
خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.
تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل، او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.
تعنک، مِجدو،
د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيتشان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.
نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.
بيا ما وليدل چې بلا او د دُنيا بادشاهان او د هغوئ لښکرې د سوارۀ او د هغۀ د لښکر سره په جنګ شول.
د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.
نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل.
”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“