Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 5:18
11 Iomraidhean Croise  

دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.


د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو.


”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى، بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى، په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.


خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.


برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.


دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.


يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.


هغۀ د منسى ټولې علاقې دواړو برخو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې هغوئ راوغواړى او چې دۀ پسې روان شى. هغۀ د آشر، زبولون او نفتالى قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او هغوئ هم د دۀ سره شاملېدو دپاره راغلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan