17 د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول.
د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو.
تاسو هر يو به په دېوالونو کښې د جوړو شوو لارو نه په زور وويستلے شئ، تاسو به بهر د حرمون شمال طرف ته وغورزولے شئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.
د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.