Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 5:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 5:14
14 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.


د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو.


د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى، بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى، په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.


په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.


بيا هغه مړ شو او په فِرعاتون کښې ښخ شو چې دا ځائ د عماليقيانو د غرونو په مُلک کښې د اِفرائيم په علاقه کښې وو.


عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو.


کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل.


برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.


دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.


بيا پاتې شوى مشران راکوز شول، د مالِک خُدائ خلق د طاقتورو خِلاف راکوز شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan