1 په هغه ورځ دبورې او د ابىنوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو،
کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،
د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“
يهوسفط په خوشحالۍ سره فوجيان واپس يروشلم ته روان کړل، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ دشمنانو له شکست ورکړے وو.
څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.
چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.
اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمدوثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.
نو مريم هغوئ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمدوثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.
په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.
په هغه وخت بنى اِسرائيلو دا سندره ووئيله، ”کُوهو، خپلې اوبۀ راوباسئ، مونږ ورته يوه سندره وايو.
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه.
بنى اِسرائيل په هغۀ باندې دومره زورَور شول چې تباه يې کړو.
نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو.
حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.