Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 4:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 4:9
9 Iomraidhean Croise  

دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.


برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“


خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه.


نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan