8 برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“
زۀ به د يابين د لښکر مشر سِسيرا وغولوم چې د قيسون سيند سره ستا خِلاف جنګ وکړى. د هغۀ سره به خپلې ګاډۍ او فوجيان وى، خو زۀ به تا له په هغۀ باندې فتح درکړم.“
هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه.