4 نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو.
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
”اوس اے بنى آدمه، خپل مخ دې د دې ښځو په خلاف راواړوه څوک چې د خپلې خېټې نه نبوت کوى. د هغوئ خلاف نبوت وکړه.
ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.
په دغه ورځو کښې د آشر په خيل کښې حناه نومې يوه پېغمبره وه څوک چې د فنواېل لور وه. هغه ډېره بوډۍ ښځه وه او د وادۀ په اوؤم کال کونډه شوې وه،
د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو.
خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.
هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيتايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل.
په هغه ورځ دبورې او د ابىنوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو،