20 بيا هغۀ ورته ووئيل، ”د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېږه، چې څوک راځى او تپوس کوى چې دلته څوک شته، نو ورته وايه چې نشته.“
د ابىسلوم آفسران هغه کور ته راغلل او د هغه ښځې نه يې تپوس وکړو، ”اخيمعض او يونتن چرته دى؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغوئ د سيند نه پورې وتى دى.“ هغه سړو هغوئ ولټول خو پېدا يې نۀ کړل، نو هغوئ يروشلم ته راواپس شول.
هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو.
سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو.