19 هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو.
زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ.
نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“
ياعيل د سِسيرا سره مِلاوېدو دپاره راووتله او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، دننه راشه، زما خېمې ته دننه راشه. مۀ يرېږه.“ نو هغه دننه راغلو او هغه يې په بستره کښې پټ کړو.
بيا هغۀ ورته ووئيل، ”د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېږه، چې څوک راځى او تپوس کوى چې دلته څوک شته، نو ورته وايه چې نشته.“
ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى.