16 برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.
خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.
څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.
کوم کار دې چې د ميديانيانو سره کړے وو د دوئ سره يې هم وکړه، لکه څنګه چې تا د سِسيرا او د يابين سره د قيسون درياب په غاړه کړے وو،
اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو.
هغۀ يو طاقتور لښکر د تباهۍ طرف ته بوتلو، يو داسې لښکر چې جنګى ګاډۍ او آسونه يې لرل. هغوئ پرېوتل او بيا را پا نۀ څېدل، او د ډيوې د لمبې په شان ختم شول.
هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو.
نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو.