Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 4:15
8 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“


مالِک خُدائ به تاسو ستاسو په دشمنانو زورَور کړى او تر هغې پورې به وارخطا وى چې ترڅو تباه شوى نۀ وى.


او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.


مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.


کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan