Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 4:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 4:13
7 Iomraidhean Croise  

الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.


د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيت‌شان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“


مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې.


کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے،


زۀ به د يابين د لښکر مشر سِسيرا وغولوم چې د قيسون سيند سره ستا خِلاف جنګ وکړى. د هغۀ سره به خپلې ګاډۍ او فوجيان وى، خو زۀ به تا له په هغۀ باندې فتح درکړم.“


په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan