11 په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو.
د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو.
چې کله دوئ خپل پلار له راغلې، هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن ډېر زر راغلئ؟“
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“
کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
هغۀ په خپل خيال کښې قينيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”ستاسو د اوسېدو ځائ ډېر پوخ دے، داسې پوخ لکه چې د يو کور بنياد چې په کاڼو اېښودے شوے وى،
د دې سرحد د حلف نه د ضعننيم د څېړۍ ونې ته تلے وو، دا ادامىنقب او يبنىاېل ته تر لقُوم پورې روان وو او دا د اُردن سره ختم وو.
قادِس، ادرعى، عينحصور،
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.
کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے،
يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابىنوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.
هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.