10 برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.
اخىاب بادشاه ورته ووئيل، ”بِنحدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“
پاکه خُدايه، خپل زور دې وښايه. لکه څنګه چې تا مخکښې ښودلے وو مونږ ته خپل زور بيا وښايه، پاکه خُدايه.
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.
يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابىنوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.
د يساکار مشران د دبورې سره راغلل، يساکار او برق هم راغلل، او هغوئ په مېدان کښې په هغۀ پسې روان وُو. خو د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى.
خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو.
هغۀ د منسى ټولې علاقې دواړو برخو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې هغوئ راوغواړى او چې دۀ پسې روان شى. هغۀ د آشر، زبولون او نفتالى قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او هغوئ هم د دۀ سره شاملېدو دپاره راغلل.
نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه.