Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنى‌اېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 3:9
15 Iomraidhean Croise  

نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.


دوئ تا ته فريادونه وکړل تا خلاصون ورکړو، هغوئ مايوسه نۀ شول په تا چې چا اطمينان وکړو.


خو کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ځينې هلاک کړل، نو آخر يې هم د خُدائ پاک لټون شروع کړو. هغوئ توبه وويستله او د زړۀ نه د خُدائ خواهشمند شول.


د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنى‌اېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه.


هغه ښار عتنى‌اېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه.


نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“


بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.


کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.


بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو.


د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.


کله چې بنى اِسرائيلو د ميديانيانو په وجه مالِک خُدائ ته فرياد وکړو،


بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan