7 بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.
هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.
اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“
يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو.
هغۀ د مالِک خُدائ کور نه د اشيرې بُت نښه لرې کړله، د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يې يوړه، وې سوزوله او خاورې يې کړه او د دې ايره يې د عامو خلقو په قبرونو باندې وشيندله.
آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بېشرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې.
نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.
د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
هغۀ علاقائى عبادتخانې بيا جوړې کړې چې کوم د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو. هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربانګاه جوړې کړې، د اشيرې بُت نښې يې جوړې کړې او د ستورو عبادت يې وکړو.
د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل.
د شمالى بادشاهۍ په ټوله علاقه کښې هغۀ قربانګاه او د اشيرې بُت نښې ټوټې ټوټې کړې او بُتان يې خاورې کړل او د خوشبويۍ ټولې قربانګاه يې ټوټې ټوټې کړې. بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.
خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.
هغوئ د هغه خلقو د بُتانو عبادت وکړو، کوم چې د دوئ دپاره دام جوړ شو.
کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.
د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.
د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“
کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربانګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.
پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.
نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.
ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.
بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو د دې په وجه مالِک خُدائ د موآب بادشاه عجلون د بنى اِسرائيلو نه طاقتور کړو.
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو.
په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د خپل پلار غوَيے او يو بل غوَيے چې د اوو کالونو وى بوځه، د خپل پلار قربانګاه راوغورزوه چې د بعل دپاره ده او د هغې په خوا کښې د اشيرې ستنه ماته کړه.
چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بېغېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعلبريت وو،
او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو.
بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.
خو خلقو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هېر کړو، نو هغۀ هغوئ سِسيرا ته حواله کړل څوک چې د حصور د ښار د لښکر مشر وو او فلستيانو او د موآب بادشاه ته يې حواله کړل، چې هغوئ ستاسو د پلار نيکۀ خِلاف وجنګيږى او شکست ورکړى.