6 هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.
خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.
د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى.
کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى.
او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.
کۀ تاسو بېوفا شئ او د هغه قومونو سره اِتحاد وکړئ کوم قومونه چې تر اوسه پورې ستاسو سره پاتې دى او د هغوئ سره ودونه وکړئ،