4 هغوئ د بنى اِسرائيلو دپاره يو آزمېښت وو، چې دا معلومه شى چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه بنى اِسرائيلو له کوم حُکمونه ورکړى وُو چې په هغې باندې عمل کوى او کۀ نه.
موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.
ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.
د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.
زۀ به هغوئ د دې دپاره استعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او کۀ نه.“
بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو.