29 هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو.
دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى.
کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.
د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.
بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو.
هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.
په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.