Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 3:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 3:28
12 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب بادشاه راووتلو، په آسونو او جنګى ګاډو باندې يې حمله وکړه او شاميانو له يې يو مضبوط شکست ورکړو.


د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېريږى.


مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،


د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“


هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو.


برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.


د هغۀ دوست جواب ورکړو، ”دا د بنى اِسرائيلو تُوره ده چې د يوآس زوئ جدعون دے، د دې بل هيڅ مطلب نشته. خُدائ پاک هغۀ له په ميديانيانو او زمونږ په ټول لښکر باندې فتح ورکړې ده.“


کله چې جدعون د هغه سړى د خوب او د هغې د مطلب په حقله واورېدل، نو هغۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړو. بيا هغه واپس د بنى اِسرائيلو خېمو ته لاړو او وې فرمائيل، ”پاڅئ، مالِک خُدائ تاسو له د ميديانيانو په لښکر باندې فتح درکوى.“


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې کله د خېمو غاړې ته ورسېږم، ما ته ګورئ او چې زۀ څۀ کوم نو هغه شان وکړئ.


جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې نِهرونه ونيول.


په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم.


او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan