21 اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله.
هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى.
او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى.
نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.
اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه.
بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو.
تُوره دومره ډُوبه لاړه چې د دې لاسکے په وازګه باندې پټ شو. اهُود تُوره د بادشاه د خېټې نه راونۀ ويستله او د بادشاه کولمو نه ګند راووتلو.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بېاولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بېاولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربانګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.