20 بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو.
عزرا په داسې اوچت ځائ باندې ولاړ وو چې ټولو خلقو ليدلے شو. چې څنګه هغۀ کِتاب کولاو کړو، نو هغوئ ټول ودرېدل.
اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.
نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.
زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.
او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.
خو چې کله اهُود د کاڼو بُتانو ته ورسېدو چې جِلجال ته نزدې وو، نو عجلون ته راواپس شو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما سره ستا دپاره يو د راز خبره ده.“ نو بادشاه ورته ووئيل، ”اوس خبره مۀ کوه.“ او د هغۀ ټول نوکران د هغۀ د حضور نه لاړل.
اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله.