2 هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے.
خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“
خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“
چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.
خو سيساق به هغوئ فتح کړى، نو هغوئ ته به زما د خِدمت او د دُنياوى بادشاهانو د خِدمت کولو فرق معلوم شى.“
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.
د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښې شريک شه.
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.
بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو.
په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.