17 بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو.
دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى.
ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،
د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.
ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.
”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،
نو په دې وجه هغوئ ته، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ګورئ، زۀ په خپله به د څُرب ګډ او مانده ګډ په مينځ کښې عدالت وکړم.
اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه.
کله چې اهُود هغۀ له محصُول ورکړو، چې کومو سړو دا راوړے وو نو هغوئ يې رُخصت کړل.
هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو.
نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟