Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 3:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 3:16
10 Iomraidhean Croise  

چې کله هغوئ په جبعون کښې لوئ ګټ ته ورسېدل نو عماسا ورسره مِلاو شو. يوآب د جنګ دپاره زغره اغوستې وه، تُوره يې په کاش کښې اېښې وه چې په کمربند پورې يې تړلې وه. چې وړاندې راغلو، نو تُوره وغورزېدله.


د خُدائ پاک ثناء صِفت دې د هغوئ په خُلو وى او دوه مخيزه تُوره دې د هغوئ په لاسونو کښې وى،


خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.


هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.


بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.


او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.


د پرګمون د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې چا سره تېرۀ دوه مخيزه تُوره ده هغه داسې فرمائى،


بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.


بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو.


اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan