14 بنى اِسرائيليان اتلس کاله د عجلون بادشاه د اختيار د لاندې وُو.
هغۀ دوئ نورو قومونو ته حواله کړل، او د هغوئ دشمنانو په دوئ باندې حکومت وکړو.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.
د زيتُونو ونې به ستاسو په مُلک کښې شوى وى، خو هيڅ د زيتُونو تېل به تاسو ته مِلاو نۀ شى، ځکه چې زيتون به کچه راوغورزيږى.
عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو.
بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.