9 کله چې د خلقو حاضرى اخستلے شوه نو د يبيس يو کس هم نۀ وو.
نو غونډې خپل دولس زره تکړه سړى د دې حُکم سره ولېږل، ”لاړ شئ او په يبيس کښې سره د ښځو او ماشومانو هر يو کس ووژنئ.
کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،
د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“