7 مونږ څۀ وکړُو چې د بنيامين کوم سړى پاتې دى چې هغوئ له د ښځو بندوبست وکړُو؟ مونږ د مالِک خُدائ سره پوخ لوظ کړے دے چې مونږ به هغوئ له خپلې لوڼه نۀ ورکوو.“
کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“
خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“
کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“
بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه.
کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.