Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 21:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 21:5
8 Iomraidhean Croise  

لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.


کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“


خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“


بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه.


د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“


هغۀ دوه غوَيى بوتلل، ټوټې ټوټې يې کړل او د دې خبردارى سره يې پېغام وړُونکى ولېږل چې د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته دا ټوټې يوسئ، ”څوک هم چې د جنګ دپاره په ساؤل او سموئيل پسې نۀ ځى نو د هغۀ د غوَيانو سره به دا چل کيږى.“ نو د دې په وجه د مالِک خُدائ يره په بنى اِسرائيلو باندې راغله او هغوئ ټول په يو ځائ راووتل.


بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan