3 ”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول، د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟
د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى.
اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.
اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟
بيا به ټوله دُنيا وائى چې، ”د هغوئ په مُلک يې دا ولې وکړل؟ څۀ وجه وه چې هغه دومره سخت په قهر وو؟“
نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيتايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه،
بل سحر وختى خلقو هلته يو قربانګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.