Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 21:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 21:22
10 Iomraidhean Croise  

نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل،


هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.


خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.


خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.


کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“


بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې.


خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“


مونږ څۀ وکړُو چې د بنيامين کوم سړى پاتې دى چې هغوئ له د ښځو بندوبست وکړُو؟ مونږ د مالِک خُدائ سره پوخ لوظ کړے دے چې مونږ به هغوئ له خپلې لوڼه نۀ ورکوو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan