Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 21:21
13 Iomraidhean Croise  

داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.


داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د مالِک خُدائ په مخکښې ګډېږم، چې هغۀ ستا د پلار او د هغۀ د خاندان په ځائ زۀ خوښ کړم او د خپلو بنى اِسرائيلو مشر يې جوړ کړم. نو ځکه زۀ به د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېږم،


هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.


د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.


بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.


د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،


واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې. واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه. تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟


نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.


خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى،


خو اول به هغه خامخا ډېر مصيبت وزغمى او دا پيړۍ به يې رد کړى


کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې.


هغوئ بنيامينيانو ته ووئيل، ”لاړ شئ او د انګورو په باغونو کښې پټ شئ


کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan