2 نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيتايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه،
عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه.
کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.
کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،
بنى اِسرائيل په بيتايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“
نو ټول بنى اِسرائيل بيتايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.
د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.
”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“
پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.
داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.