Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 21:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 21:19
20 Iomraidhean Croise  

د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.


”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى.


د دې اخترونو اِعلان په مقرر شوو وختونو باندې کوئ.


په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ.


د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى.


د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.


د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.


د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو.


اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.


د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ.


او بيا د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک درناوى دپاره د لَو کولو اختر وکړئ، هغۀ چې کوم برکت درکړے دے د هغې په مطابق هغۀ له يوه رضاکارانه نذرانه راوړئ.


چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.


هغوئ بنيامينيانو ته ووئيل، ”لاړ شئ او د انګورو په باغونو کښې پټ شئ


القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan