18 خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“
کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“
داسې دې بېخى ونۀ شى چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نه يوه ختمه شى. مونږ له داسې څۀ طريقه لټول په کار دى چې د بنيامين قبيله ژوندۍ پاتې شى،
کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“