15 خلق په بنيامينيانو باندې خفه وُو ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د قبيلو اِتحاد مات کړے وو.
داؤد په قهر وو ځکه چې مالِک خُدائ عُزه له په غصه کښې سزا ورکړې وه. نو هغه ځائ تر اوسه پورې فارصعُزه بللے شى.
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“
بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې.
نو د غونډې مشرانو ووئيل، ”د بنيامين په قبيله کښې نورې ښځې نشته، کوم سړى چې پاتې دى نو د هغوئ دپاره د ښځو بندوبست څنګه وکړُو؟
داسې دې بېخى ونۀ شى چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نه يوه ختمه شى. مونږ له داسې څۀ طريقه لټول په کار دى چې د بنيامين قبيله ژوندۍ پاتې شى،
بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه.