14 بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې.
خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
خو شپږ سوه سړى صحرا ته وتښتېدل او چې د رِمون ګټ ته ورسېدل نو هلته څلور مياشتې پاتې شول.
د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.
بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.
خلق په بنيامينيانو باندې خفه وُو ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د قبيلو اِتحاد مات کړے وو.
کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“
کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،