13 بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.
زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.
هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى.
هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.
کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.
لباوت، سِلحيم، عين او رِمون، دا ټول نهۀويشت ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى هم وُو.
هغه نور راوګرځېدل او د کولاو مېدان په طرف د رِمون ګټ ته وتښتېدل. د هغوئ نه پينځۀ زره سړى په لاره کښې ووژلے شول. بنى اِسرائيل په هغه نورو پسې جِدوم ته روان وُو او دوه زره يې ووژل.
خو شپږ سوه سړى صحرا ته وتښتېدل او چې د رِمون ګټ ته ورسېدل نو هلته څلور مياشتې پاتې شول.
د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.
بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې.