Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 21:12
8 Iomraidhean Croise  

او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.


تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“


ټول نران ووژنئ او هغه ټولې ښځې هم ووژنئ چې د سړى سره څملاستلې وى.“


بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.


کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan