8 ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې.
صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.
نو د بنى اِسرائيلو ټول سړى د دې يو مقصد دپاره راغونډ شول چې په ښار حمله وکړى.
تاسو ټول بنى اِسرائيل دلته يئ. نو تاسو فېصله وکړئ چې مونږ له څۀ کول په کار دى.“
مونږ به داسې کار وکړُو چې پچه به واچوو او څۀ سړى به خوښ کړُو چې په جبعه باندې حمله وکړى.
کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“
هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى.