7 تاسو ټول بنى اِسرائيل دلته يئ. نو تاسو فېصله وکړئ چې مونږ له څۀ کول په کار دى.“
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.
زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بېدينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.
ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟
په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.
هر چا به چې دا وليدل نو وئيل يې، ”د کله نه چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوتلى دى، نو مونږ هيڅکله د داسې کار په حقله نۀ دى اورېدلى او نۀ کله داسې کار شوے دے. مونږ به د دې په حقله سوچ وکړُو. مونږ ته ووايئ چې څۀ وکړُو؟“
ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې.