Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 20:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 20:6
9 Iomraidhean Croise  

نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.


د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى.


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“


هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“


خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بې‌اخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.


کله چې هغه ورسېدو، نو هغه کور ته دننه لاړو او چاقُو يې راواخستلو. هغۀ د خپلې وينځې لاش واخستلو، دولس ټوټې يې ترې نه جوړې کړې او يوه يوه ټوټه يې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو له ولېږله.


د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بې‌شرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan