44 د بنيامينيانو اتلس زره ښۀ فوجيان ووژلے شول.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د بنيامين په لښکر باندې فتح ورکړه. بنى اِسرائيلو په هغه ورځ باندې پينځويشت زره او سل دشمنان ووژل چا چې تُورې راويستلې وې،
بنى اِسرائيلو دشمنان ګېر کړل او بغېر د رکاوټ نه هغوئ د جبعه نمرخاتۀ طرف ته يو ځائ پورې ورپسې وُو او د تګ په دوران يې هغوئ وژل.
هغه نور راوګرځېدل او د کولاو مېدان په طرف د رِمون ګټ ته وتښتېدل. د هغوئ نه پينځۀ زره سړى په لاره کښې ووژلے شول. بنى اِسرائيل په هغه نورو پسې جِدوم ته روان وُو او دوه زره يې ووژل.