43 بنى اِسرائيلو دشمنان ګېر کړل او بغېر د رکاوټ نه هغوئ د جبعه نمرخاتۀ طرف ته يو ځائ پورې ورپسې وُو او د تګ په دوران يې هغوئ وژل.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟
هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.
د بنيامينيانو اتلس زره ښۀ فوجيان ووژلے شول.