42 هغوئ د بنى اِسرائيلو نه په شا لاړل او کولاو مېدان ته يې منډه کړه، خو هغوئ تښتېدے نۀ شول. هغوئ د اصلى لښکر او د هغه سړو په مينځ کښې ونيولے شول کوم چې اوس د ښار نه راوتل او هغوئ تباه شول.
يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟
هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.
يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کيږى او د صحرا طرف ته تښتى.
بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو.