Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 20:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 بيا نښه څرګنده شوه، د ټول ښار نه د لوګى د وريځې ختل شروع شول. چې بنيامينيانو په ځان پسې وروستو وکتل نو حېران شول چې د ټول ښار نه لمبې ختلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 20:40
6 Iomraidhean Croise  

هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى.


چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟


زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.


کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول.


هغوئ بيا چغې کړې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، د بابل لوګے تل تر تله خېژى.“


څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan