4 د کوم ليوى چې وينځه وژلے شوې وه هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ او زما بله ښځه د بنيامين په علاقه کښې جبعه ته د شپې تېرولو دپاره لاړُو.
په دې دوران کښې د بنيامين خلق خبر شول چې نور ټول بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى. بنى اِسرائيلو تپوس وکړو، ”مونږ ته ووايئ چې دا جرم څنګه شوے دے؟“
د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه.