34 د بنى اِسرائيلو لسو زرو تکړه فوجيانو په جبعه حمله وکړه او دا سخت جنګ وو. بنيامينيانو ته پته نۀ وه چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.
هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.
بدکاره انسان د خپلې ګناه په دام کښې راګېريږى، خو صادقان د خوشحالۍ سندرې وائى.
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د بنيامين په لښکر باندې فتح ورکړه. بنى اِسرائيلو په هغه ورځ باندې پينځويشت زره او سل دشمنان ووژل چا چې تُورې راويستلې وې،