32 بنيامينيانو ووئيل، ”مونږ هغوئ له هم هغه شان شکست ورکړو چې څنګه مو مخکښې ورکړے وو.“ خو بنى اِسرائيلو منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ وباسى او په سړکونو باندې يې د ښار نه لرې بوځى.
زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو.
هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو.
بنيامينيان د جنګ دپاره راووتل او د ښار نه لرې بوتلے شول. هغوئ د مخکښې په شان په کولاو مېدان کښې د بيتايل په لاره او د جبعې په لاره د څۀ بنى اِسرائيلو وژل شروع کړل او تقريباً دېرش بنى اِسرائيليان يې ووژل.
نو کله چې د بنى اِسرائيلو غټ لښکر بعل تمر ته ورسېدو نو صفونه يې جوړ کړل. بيا سړى د نمرپرېواتۀ طرف د جبعه ښار ګېرچاپېره د پټو ځايونو نه د جنګ دپاره راووتل.
نو د جنګ د مېدان بنى اِسرائيليان به راوګرځېدل. تر هغه وخت پورې بنيامينيانو هغه دېرش بنى اِسرائيليان وژلى وُو. او هغوئ د خپل ځان سره ووئيل، ”بېشکه چې مونږ د مخکښېنى جنګ په شان هغوئ له شکست ورکړو.“